د افغان پُست دولتي شرکت او تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې تر منځ د دوه اړخېزو همکاریو هوکړه لېک لاسلېک شو!

noor_admin
;

یاد هوکړه لېک د دواړو لوریو تر منځ د دوه اړخېزو او ګټورو اړیکو پیاوړتیا او پراختیا، په ګړندی او قانوني توګه فارغینو لپاره د تحصیلي اسنادو تر لاسه کولو او طی مراحل کولو برخه کې د آسانتیاوو ایجادولو، د تحصیلي اسنادو په تر لاسه کولو کې د زده کوونکو د لګښتونو او وخت ضایع کیدو مخنیوي، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د خدمتونو معیارې او ساده کولو او د عامه خدمتونو او د دولتي عایداتو کچې لوړولو په موخه د افغان پُست دولتي شرکت لوی رئیس الحاج مولوی رحمت الله مکي او مولوی غلام حیدر شهامت د تخنیکي او مسلکي ادارې سرپرست تر منځ لاسلېک شو.

دواړو لوریو په خپلو ویناوو کې خوښي څرګنده کړه چې د دغه هوکړه تر لاسلیک کولو وروسته به د تخنیکي او مسلکي زده کړو فارغینو ته د پام وړ اسانتیاوي برابر شي.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۲ - ۱۱:۳۸
Background image

خبرتیا!

د افغان پُست د مرکزي پُست خونې د مراجعینو د پام وړ!

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۹ - ۱۳:۲۰
Background image

د لړم (عقرب) میاشتې 8 مه نېټه، کابل ښار په پُل محمود خان سېمه کې د افغان پُست د نوې څانګې او د پیرېدونکو اړیکو نېولو مرکز (199) پرانېسته وشوه!

افغان پُست امارتي شرکت، د پل محمود خان سېمه کې خپله نوې پُست خونه او د پېریدونکو خدماتو لپاره د اړیکو نیولو مرکز (199) د یوې پرتمېني غونډې په ترڅ کې د امارتي شرکتونو د نظارت هیئت رئیس . . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۲ - ۱۰:۴۰
Background image

د تــــلې (میزان) میاشتې 18 مه نېټه، کابل کې د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت، مالیې وزارت، او افغان پُست امارتي شرکت تر منځ پر ټرانزیټي باروړونکو وسایطو کې د ځیرک قفل (GPS Locker) نصبولو تړون لاسلیک شو.

دغه تړون په لومړي ځل د یادو ادارو تر منځ د سوداګریزو توکو د خوندې انتقال په موخه لاسلیک شو، چې د ځیرک قفل (GPS Locker) لګولو سره د سوداګریزو توکو خوندیتوب، لګښتونو د کمېدو او ترانزیټ د . . .

Back to announcements