ښاغلي احمد وحید ویس، د فیروزکوه موسسې د غالیو برخې له آمر سره وکتل!

haroon.abadi
پنجشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۰ - ۹:۱
.

د افغان پُست شرکت لوی رییس ښاغلي احمد وحید ویس او د دغه شرکت اداري او تجارتي مرستیال، د دوه اړخیزو همکاریو پراختیا او نړیوالو هېوادونو ته د وطني غالیو د لېږد په برخو کې د اسانتیاوو برابرولو په موخه، د فېروزکوه موسسې د غالیو برخې له آمر ښاغلي یما نوري سره وکتل

په دغه کتنه کې ښاغلي ویس ټینګار وکړ، چې افغان پُست د ټولو ملي سوداګرو او خصوصي شرکتونو ګډ کور دی او په وینا یې، دغه شرکت د سوداګریزو توکو او بېلګو د لېږد په برخو کې د ټولو سوداګرو په خدمت کي دی.

په ناسته کې ښاغلي نوري وویل، د سوداګرۍ او په مخکښو نړیوالو نندارتونونو کې د ګډون په موخه، هر کال د ۳ میلیونه ډالرو په ارزښت، شاوخوا ۱۶ زره کیلو غالۍ امریکا او نورو اروپايي هېوادونو ته د لېږد له پاره لري.

د ناستې په پای کې دواړو لوریو ژر تر ژره په دې برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو د هوکړې پر لاسلیکولو ټینګار وکړ.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۷ - ۱۳:۲۰
Background image

به منظور ارتقای ظرفیت کاری، سیمینار دو روزه برای کارکنان ۱۵ ولایت آغاز شد.

شرکت امارتی افغان پُست در ادامه سیمینار های خود، این بار برای کارکنان ۱۵ ولایت در بخش های بازاریابی، خدمات مشتریان و کارگو بین المللی سیمینار دو روزه را آغاز نمود.

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۸ - ۹:۱۳
Background image

آغاز سیمینار 21 روزه ارتقای ظرفیت!

این سیمینار بمنظور ارتقای ظرفیت کاری و آموزش های مسلکی کارمندان بخش های بازاریابی، توسعه تـجارت و خـدمات مشتریان راه اندازی گردیده و 21 روز دوام خواهند نمود.

دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲ - ۱۹:۴۶
Background image

تحویلی صرفیه بل برق بطور سریع و مطمئن

خدمات تحویلی صرفیه بل برق تان از طریق پُسته خانه های افغان پُست اجرا میشود!

بازگشت به خبر