د افغان پوسټ شرکت او احصایې ملي ادارې تر منځ د همغږۍ ناسته!

haroon.abadi
دوشنبه ۱۴۰۰/۷/۲۶ - ۹:۱۴
.

د افغان پوسټ شرکت لوی رییس ښاغلي انجنیر حامد ناصري، د افغان پوسټ شرکت له خوا د د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش په برخه کې، د دوه اړخیزو همکاریو پراختیا او همغږۍ په موخه د احصايې ملي ادارې د انسجام له رییس ښاغلي فواد احمدي او ورسره پلاوي سره وکتل.

په دغه کتنه کي، ښاغلي ناصري، هېوادوالو ته د افغان پوسټ شرکت له لارې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړي پر بیا پیلېدو د ټینګار تر څنګ زیاته کړه، شرایطو ته په کتو باید د عامه خدمتونو وړاندې کولو لګښتونه راکم شي.

د ښاغلي ناصري په وینا، هېوادوالو ته په کمه بیه او بشپړه روڼتیا د عامه خدمتونو وړاندې کول، د افغانستان اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دي او لازمه نه ده په دې برخه کې د تېرو ناخوالو په یادولو وخت ضایع شي.

په ناسته کې ښاغلي احمدي، هېوادوالو ته د افغان پوسټ شرکت له لارې د پېژندپاڼو د لېږد بیا پیلېدو او په خپل وخت د غو پېژندپاڼو رسولو پر موضوعاتو د ټینګار تر څنګ زیاته کړه، چې په دې برخه کې د لا ښه پرمختګ په موخه اړینه ده، په اړوندو ادارو کې د رهبرۍ په کچه همغږي رامنځته شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۶ - ۱۰:۳۹
Background image

قابل توجه مراجعین محترم شرکت افغان پُست!

ساعات کاری شرکت امارتی افغان پُست در ماه مبارک رمضان از شنبه الی پنجشنبه ۰۹:۰۰ صبح الی ۲۰:۰۰ بعد از ظهر میباشد

دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۷ - ۱۱:۴۳
Background image

5 ماه حوت، سال 1402 هـ ش، کابل.

دوره دوم ورکشاپ پنج روزه آموزشی در دفتر مرکزی افغان پُست آغاز گردید!

این ورکشاپ بمنظور ارتقای ظرفیت کاری آمرین و مدیران عمومی پُست یازده ولایت راه اندازه گردیده است.

در این ورکشاپ به. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱ - ۱۶:۱۷
Background image

28 دلو، سال 1402 هـ ش، ورکشاپ پنځ روزه آموزشی در دفتر مرکزی افغان پُست آغاز گردید!

این ورکشاپ بمنظور ارتقای ظرفیت کاری مدیران عمومی پُست دوازده ولایت راه اندازه گردیده است.

در این ورکشاپ به مسؤلین پُست دوازده ولایت در بخش های مختلف عملیاتی، تجارتی، اداری، مالی و. . .

بازگشت به خبر