د افغان پُست دولتي شرکت او پوهنې محترم وزارت د نتایجو او شهادت نامو ریاست تر منځ د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو!

haroon_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۴ - ۱۳:۱۸
,

دغه هوکړه لیک نن د سه شنبه په ورځ د روان کال غبرګولی (جوزا) میاشتې په 23 مه نېټه د افغان پُست دولتي شرکت د غونډو په تالار کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ محترم وزیر ښاغلی الحاج مولوی نجیب الله حقانی، د آزموینو د ملی اداري رئیس ښاغلي شیخ القران مولوی عبدالباقی حقانی، د پوهنې وزارت مالی او اداري مرستیال ښاغلی مولوی صبغت الله وصیل او یو شمیر نورو دولتي ادارو رئیس صاحبانو، آمرینو او مسؤلینو په ګډون سره د افغان پُست دولتي شرکت د لوی رئیس ښاغلي الحاج رحمت الله مکی او پوهنې محترم وزارت د تضمین کیفیت مرستیال ښاغلي الحاج مولوی عبدالخالق صادق تر منځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې لاسلیک شو.

د یاد هوکړه لېک په اساس به د نتایجو او شهادت نامو ریاست له پُست خوني څخه د شهادت نامو اړوند اسناد تر اخذ او منظمي بسته بندی وروسته د افغان پُست د کابل ښاري، ولسوالیو او ولایتی خونو ته انتقال او متقاضیانو ته وویشل شي او همدارنګه به د کابل ښاري، ولسوالیو او ولایتي پُست خونو له لاري د شهادت نامو اړوند اسناد اخذ او طی مراحلو لپاره به د پایلو او شهادت نامو ریاست ته انتقال شي.

د غونډې په پای کې مسؤلینو د افغان پُست دولتي شرکت د پُستي موزیم او مرکزي پُست خوني څخه لیدنه وکړه.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۷ - ۲۳:۱۳
Background image

نصب نمودن سایه بان برای مسولین امنیتی در چک پاینت های امنیتی از طرف شرکت افغان پُست.

شرکت افغان پُست بمنظور ایجاد سهولت به مسؤلین امنیتي چک پاینت های امنیتی مربوطه وزارت امور داخله در شهر کابل 40 پایه سایه بان تهیه و نصب نمود.

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۹ - ۹:۴۳
Background image

برنامه آموزشی تحت عنوان ( ترتیب پلان و گزارش نویسی )

آمریت ارتقای ظرفیت و انکشاف اداره، ریاست منابع بشری، شرکت افغان پُست بمنظور ارتقای ظرفیت کاری آمرین و مدیران عمومی این شرکت برنامه آموزشی تحت عنوان ( ترتیب پلان و گزارش نویسی ) برگزار. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۶ - ۱۰:۳۹
Background image

قابل توجه مراجعین محترم شرکت افغان پُست!

ساعات کاری شرکت امارتی افغان پُست در ماه مبارک رمضان از شنبه الی پنجشنبه ۰۹:۰۰ صبح الی ۲۰:۰۰ بعد از ظهر میباشد

بازگشت به خبر