د افغان پوسټ شرکت مشرتابه، د دغه شرکت له ولایتي مسوولینو سره انلاین ناسته تر سره کړه!

haroon.abadi
Sun, Oct 24 2021 9:16 AM
.

د افغان پوست شرکت لوی رییس ښاغلي انجنیر حامد ناصري، د یوې انلاین ناستې په ترڅ کې د ولایتي پوسټ خونو د کلنیو لاسته راوړنو، ستونزو او شکایتونو په تړاو، د دغه شرکت له ځینو ولایتي مسوولینو سره انلاین ناسته تر سره کړه.

د ناستې په ترڅ کې د بېلابېلو ولایتونو عمومي مدیرانو د خپلو لاسته راوړنو سربېره، په بېلابېلو سیمو کې د پوسټ خونو له پاره د مستقلو ځایونو د نشتوالي، د پوسټ املاکو د غصب، د ځینو عواملو له امله په پوسټ خونو کې د خالي بستونو، انټرنیټ اسانتیاوو د نشتوالې او نورو ستونزو په تړاو خبرې وکړې.

د ناستې په پای کې ښاغلي ناصري، د افغان پوسټ شرکت د عوایدو پر لوړولو د ټینګار تر څنګ زیاته کړه، چې د یادو ستونزو د ارزونې په موخه، په نیږدې راتلونکې کې د دغه شرکت ګډ پلاوی ولایتي سفرونه پیلوي، چې د ټولو ناخوالو له نیږدې څارنې او ارزونې وروسته به، په دې تړاو هر اړخیزه پرېکړه وشي.

Latest news

Mon, Oct 09 2023 4:40 PM
Background image

World Post Day

9 October Happy World Post Day

Thu, Sep 03 2020 12:16 PM
Background image

The meeting of Ahmad Vahid Vais, the Afghan general head of the post with the boss. General of the National Office of Statistics and Information

Mr. Ahmad Vahid Vais, the general head of Afghan Post company met with Mr. Javid Rasooli, the general head of the National Statistics and Information Department, and Bahadur Hilali. . .

Thu, Sep 03 2020 8:53 AM
Background image

Ahmad Vahid Weiss, the general head of Afghan Post company, met with Pamir Patang, the head of the Afghan National Fund.

In this meeting, Mr. Patang also visited and appreciated the recent progress in Afghan Post services, explained about the relief for the flooding of the country by the National Fund.

I. . .

BACK TO NEWS