د افغان پوسټ شرکت مشرتابه، د دغه شرکت له ولایتي مسوولینو سره انلاین ناسته تر سره کړه!

haroon.abadi
یکشنبه ۱۴۰۰/۸/۲ - ۹:۱۶
.

د افغان پوست شرکت لوی رییس ښاغلي انجنیر حامد ناصري، د یوې انلاین ناستې په ترڅ کې د ولایتي پوسټ خونو د کلنیو لاسته راوړنو، ستونزو او شکایتونو په تړاو، د دغه شرکت له ځینو ولایتي مسوولینو سره انلاین ناسته تر سره کړه.

د ناستې په ترڅ کې د بېلابېلو ولایتونو عمومي مدیرانو د خپلو لاسته راوړنو سربېره، په بېلابېلو سیمو کې د پوسټ خونو له پاره د مستقلو ځایونو د نشتوالي، د پوسټ املاکو د غصب، د ځینو عواملو له امله په پوسټ خونو کې د خالي بستونو، انټرنیټ اسانتیاوو د نشتوالې او نورو ستونزو په تړاو خبرې وکړې.

د ناستې په پای کې ښاغلي ناصري، د افغان پوسټ شرکت د عوایدو پر لوړولو د ټینګار تر څنګ زیاته کړه، چې د یادو ستونزو د ارزونې په موخه، په نیږدې راتلونکې کې د دغه شرکت ګډ پلاوی ولایتي سفرونه پیلوي، چې د ټولو ناخوالو له نیږدې څارنې او ارزونې وروسته به، په دې تړاو هر اړخیزه پرېکړه وشي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۰/۸/۲۹ - ۹:۳۱
Background image

افغان پوسټ شرکت، (د اسنادو مدیریت سیسټم) پرانیست!

د افغان پوسټ شرکت تخینکي ټیم، د دغه شرکت د لوی رییس ښاغلي انجنیر حامد ناصري په هدایت، په اداري چارو کې د روڼتیا او چټکتیا په موخه (DMS) یا د اسنادو مدیریت سیسټم رامنځته کړ.

د دغه سیسټم. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۸/۲ - ۹:۱۶
Background image

د افغان پوسټ شرکت مشرتابه، د دغه شرکت له ولایتي مسوولینو سره انلاین ناسته تر سره کړه!

د افغان پوست شرکت لوی رییس ښاغلي انجنیر حامد ناصري، د یوې انلاین ناستې په ترڅ کې د ولایتي پوسټ خونو د کلنیو لاسته راوړنو، ستونزو او شکایتونو په تړاو، د دغه شرکت له ځینو ولایتي مسوولینو. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۷/۲۶ - ۹:۱۴
Background image

د افغان پوسټ شرکت او احصایې ملي ادارې تر منځ د همغږۍ ناسته!

د افغان پوسټ شرکت لوی رییس ښاغلي انجنیر حامد ناصري، د افغان پوسټ شرکت له خوا د د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش په برخه کې، د دوه اړخیزو همکاریو پراختیا او همغږۍ په موخه د احصايې ملي ادارې د. . .

بیرته تګ