د تــــلې (میزان) میاشتې 18 مه نېټه، کابل کې د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت، مالیې وزارت، او افغان پُست امارتي شرکت تر منځ پر ټرانزیټي باروړونکو وسایطو کې د ځیرک قفل (GPS Locker) نصبولو تړون لاسلیک شو.
دغه تړون په لومړي ځل د یادو ادارو تر منځ د سوداګریزو توکو د خوندې انتقال په موخه لاسلیک شو، چې د ځیرک قفل (GPS Locker) لګولو سره د سوداګریزو توکو خوندیتوب، لګښتونو د کمېدو او ترانزیټ د ودې لامل ګرځي، دا سیستم سوداګرو سره مرسته کوي چې د خپلو سوداګریزو توکو د دقیق موقعیت په اړه معلومات ترلاسه او دغه راز له ټاکل شوي مسیر څخه د نقلیه وسیلې د انحراف په صورت کې د هغې نوی موقعیت په ډاګه کړي.
په ورته مهال افغان پُست امارتي شرکت د هېواد په کچه د نوي شپږ شمېریز پُستي کوډ او پُستي پتې د پراختیا ملي برنامه پرانېسته چې د نړیوالې پُستي اتحادیې لخوا تائید شوی او له دې وروسته به په ملي او نړیوالو پُستي خدمتونو کې له دغو کوډونو څخه استفاده ترسره شي.