د تــــلې (میزان) میاشتې 18 مه نېټه، کابل کې د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت، مالیې وزارت، او افغان پُست امارتي شرکت تر منځ پر ټرانزیټي باروړونکو وسایطو کې د ځیرک قفل (GPS Locker) نصبولو تړون لاسلیک شو.

noor_admin
;

دغه تړون په لومړي ځل د یادو ادارو تر منځ د سوداګریزو توکو د خوندې انتقال په موخه لاسلیک شو، چې د ځیرک قفل (GPS Locker) لګولو سره د سوداګریزو توکو خوندیتوب، لګښتونو د کمېدو او ترانزیټ د ودې ‏لامل ګرځي، دا سیستم سوداګرو سره مرسته کوي چې د خپلو سوداګریزو ‏توکو د دقیق موقعیت په اړه معلومات ترلاسه او دغه راز له ټاکل شوي مسیر څخه د نقلیه ‏وسیلې د انحراف په صورت کې د هغې نوی موقعیت په ډاګه کړي.‏

‏ په ورته مهال افغان پُست امارتي شرکت د هېواد په کچه د نوي شپږ شمېریز پُستي کوډ او پُستي ‏پتې د پراختیا ملي برنامه پرانېسته چې د نړیوالې پُستي اتحادیې لخوا تائید شوی او له دې وروسته به په ‏ملي او نړیوالو پُستي خدمتونو کې له دغو کوډونو څخه استفاده ترسره شي.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۵:۳۹
Background image

کندهار ولایت کې تر کوره پورې د پاسپورټونو د وېش خدمتونو لړۍ پیل شوه!

افغان پُست امارتي شرکت له ژمنې سره سم د پاسپورټ عمومي ریاست سره د کړې هوکړه لیک له مخې، له کابل او هرات وروسته دا ځل په کندهار ولایت کې تر کور یا کار ځای پورې د پاسپورټونو د وېش لړۍ . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۲۳:۲۵
Background image

خبرتیا!

افغان پُست امارتي شرکت خپلو ګرانو هېوادوالو ته خبر ورکوي، چې د ۱۴۰۴ هـ ش کال د اسد له لومړۍ نېټې څخه د بهرنیو چارو وزارت د تعلیمي او تحصیلي اسنادو اخیستلو پروسه په رسمي ډول د هېواد د . . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۱۷:۵۶
Background image

د افغان پُست امــارتـي شرکت او د بهرنیو چارو وزارت ترمنځ د مصدقه اسنادو هـوکـړه لېک بیا ځلي نوی شو! ✍️

دغه هوکړه لېک د افغان پُست امارتي شرکت او د بهرنیو چارو وزارت د مسوولینو ترمنځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې لاسلېک شو، د یاد هوکړه لېک له مخې به هېوادوالو ته ګڼ شمېر اسانتیاوې برابري شي، . . .

Back to announcements