د افغان پُست دولتي شرکت د ادارې او خدماتو رئیس په مشرۍ پکتیا ولایت ته تللې پلاوي د یاد ولایت د مرستیال والي الحاج مولوی انعام الله صلاح الدین سره وکتل.

haroon_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۱ - ۱۴:۳۷
,

یاد پلاوی چې پکتیا ولایت ته د افغان پُست دولتي شرکت د نوې ودانۍ لپاره د ځانګړې شوې ځمکې د اسنادو د څیړني او تسلیمي په موخه تللی وو، د پکتیا ولایت له مرستیال والي الحاج مولوي انعام الله صلاح الدین سره یې د خپل سفر په اړه لنډ معلومات شریک کړل.

د یاد پلاوي مشر مولوي صلاح الدین حقاني وویل افغان پُست شرکت یو عام المنفعه دولتي اداره ده، چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تر چتر لاندې پُستی او ټولګټي خدمتونه وړاندې کوي، مونږ په پام کې لرو چې د یاد شرکت خدمتونه نور هم غښتلي کړو او په دغه برخه کې ولسونو ته لا نورې اسانتیاوې رامنځته کړو او په دغه موخه پکتیا ولایت کې د افغان پُست شرکت لپاره یوه ځانګړې ودانۍ جوړه کړو، او په دغه برخه کې د ولایت مقام د همکاري غوښتونکي یو.

په پای کې مرستیال والي صاحب د مننې تر څنګ خوښي وښوده، چې پکتیا کې د افغان پُست شرکت خدمات لا پیاوړي کېږي او دوی ته یې ډاډ ورکړ، چې خپلې همکاری به د تل په څېر دوامداره وساتي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۹ - ۱۴:۳۵
Background image

د لړم (عقرب) میاشتې په 29 مه نېټه د افغان پُست دولتي شرکت ادارې ناسته تر سره شوه!

.د افغان پُست دولتي شرکت ادارې ناسته د دغه شرکت د لوی رئیس الحاج مولوی رحمت الله مکي په مشرۍ او د شرکت د مرستیالانو، څانګو رئسانو او آمرینو په ګډون سره تر سره شوه

په یاده ناسته کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۷ - ۱۶:۲۵
Background image

۹ اکتوبر د پُست نړیواله ورځ

۹ اکتوبر د پُست نړیواله ورځ دې مبارک وي

پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۶ - ۱۲:۱۹
Background image

له جهان خصوصی پوهنتون سره د لاسلېک شوې هوکړه په اساس

له جهان خصوصی پوهنتون سره د لاسلېک شوې هوکړه په اساس د یاد پوهنتون ۴۵ تنه محصلین د افغان پُست دولتي شرکت په مرکزي او ښاري پُست خونو کې د کارآموزی په موخه معرفي شول.

بیرته تګ