د (AIB) یا افغانستان نړیوال بانک له اجرایوي مرستیال سره د ښاغلي احمد وحید ویس لیدنه
د افغان پُست شرکت لوی رئیس ښاغلي احمد وحید ویس، نن د دوه اړخیزو همکاریو پراختیا په موخه، د (AIB) یا افغانستان نړیوال بانک له اجرائیوي مرستیال ښاغلي اسدالله فیضي سره وکتل.
په دغه کتنه کې ښاغلي ویس، له افغانستان نړیوال بانک سره د یوې هوکړې له مخې په هېواد کې د بانکي خدمتونو پراختیا په موخه د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.
په ناسته کې ښاغلي فیضي، د بانکي خدمتونو پراختیا په موخه د افغان پُست شرکت هڅې وستایلې او زیاته یې کړه، چې د افغانستان نړیوال بانک چمتو دی، څو د برېښنايي سوداګرۍ په برخه کې له افغان پُست سره مرسته وکړي.