احمد وحید ویس، د (E-Commerce) یا برېښنايي سوداګرۍ شرکتونو له استازو سره وکتل.

haroon.abadi
شنبه ۱۴۰۰/۳/۲۹ - ۱۴:۱۲
.

د افغان پُست شرکت لوی رییس، ښاغلي احمد وحید ویس، د دوه اړخیزو همکاریو پراختیا او افغان پُست شرکت له لارې نړیوال بازار ته د افغاني تولیداتو د لېږد په موخه، د (E-Commerce) یا برېښنايي سوداګرۍ شرکتونو له یو شمېر استازو سره وکتل.

په دغه ناسته کې ښاغلي ویس وویل، افغان پُست شرکت د ټولو هېوادوالو او په ځانګړي ډول سوداګرو او خصوصي شرکتونو ګډ کور دی او پر همدې اساس کولای شو له نړیوال بازار سره د سیمي نښلولو په برخه کې خپلو مهمو موخو ته ورسیږو.

په کتنه کې د دوی استازي وویل، مونږ کولای شو د افغان پُست په مرسته په نړیوال بازار کې افغانستان ونډه خپله کړو، چې له دې لارې به یوازې په یوه میاشت کې (یونیم میلیون) عواید د هېواد ملي خزانې ته راټول شي.

دواړو لوریو په نیږدې راتلونکې کې د دوه اړخیزو همکاریو پراختیا په موخه د هوکړې پر لاسلیکولو ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱ - ۹:۲۳
Background image

د کب (حوت) میاشتي 28مه نېټه، کابل کې د افغان پُست دولتي شرکت ادارې ناسته:

یاده ناسته، د افغان پُست دولتي شرکت د لوی رئیس ښاغلي الحاج مولوی رحمت الله مکی په مشرۍ او د شرکت د مرستیالانو، څانګو رئیسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه.

په یاده ناسته کې د شرکت په یو. . .

شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۲ - ۱۱:۱۹
Background image

د کب (حوت) میاشتي 7 مه نېټه، کابل کې د افغان پُست دولتي شرکت ادارې ناسته ترسره شوه:

یاده ناسته، د افغان پُست دولتي شرکت د لوی رئیس ښاغلي الحاج مولوی رحمت الله مکی په مشرۍ او د شرکت د مرستیالانو، څانګو رئیسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه.

په یاده ناسته کې د شرکت په یو. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۷ - ۱۱:۴۰
Background image

د 1402 هـ ش کال، کب (حوت) میاشتي 5 مه نېټه، کابل:

د یوولس ولایتي پُست خونو آمرینو او عمومي مدیرانو د کارې ظرفیت لوړونې په موخه د افغان پُست په مرکزي دفتر کې د پنځه ورځني ورکشاپ دویم پړاو پیل شو!

د یاد ورکشاپ ګډون والو ته به په مختلفو. . .

بیرته تګ