افغان پوسټ شرکت، (د افغانستان ډیجیټلي کېدو) په نامه انلاین ناستې ته د (CDS) په تړاو مالومات وړاندې کړل!

haroon.abadi
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۳ - ۹:۵
.

د افغان پوسټ شرکت لوی ريیس ښاغلي احمد وحید ویس، د پانګونې اسانتیا بنسټ رییس ښاغلي عطا نصیب، د مخابراتو وزیرې اغلې معصومه خاوري او ملي ټلویزیون رییس اسماعیل میاخېل په ګډون د (افغانستان ډیجیټلي کېدو) په نوم انلاین پروګرام ته، د ګمرکي اظهارنامې سیسټم په تړاو چمتو شوي مالومات وړاندې کړ.

په دغه انلاین ناسته کې ښاغلي ویس، د (CDS) یا ګمرکي اظهارنامې په چارو کې د چټکتیا په موخه، د پوسټ نړیوالې ټولنې له خوا د جوړ شوي سیسټم او (EAD) یا ګمرکي ترخیص په برخه کې، د جوړ شوي اپلکېشن پر ارزښتونو، اسانتیاوو او د دغه سیسټم پر تخنیکي اړخونو بحث وکړ.

ښاغلي ویس، د پوسټي خدمتونو په ګمرکي چارو کې د چټکتیا په موخه، له دغه سیسټم څخه د چارو ادارې د هر اړخیز ملاتړ یادونه وکړه او زیاته یې کړه، چې ژر تر ژره باید دغه سیسټم د ګمرکاتو له اسیکوډا سیسټم سره ونښلول شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۳:۳۶
Background image

د افغان پُست امارتي شرکت او د موام (MOAM) پُستي خدمتونو شرکت ترمنځ د نړیوالو پُستي او کارګو خدمتونو په برخه کې د دوه‌ اړخیزې همکارۍ هـوکړه ‌لیک لاسلیک شو!

د یادې هوکړې له مخې به هېوادوالو ته د داخلي او بهرنیو پُستي او کارګو انتقالاتو په برخه کې ګڼې آسانتیاوې، چټک خدمات او خوندي انتقالات برابر شي. یاده همکاري به د پُستي انتقالاتو د چټکتیا،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۹:۳۴
Background image

۱۴۰۴ هــ ل کال، دوشنبه، جدي میـاشـتې۲۲مه نېټه، د افغان پُست امارتي شرکت اداري ناسته ترسره شوه:

یاده ناسته، د افغان پُست امارتي شرکت د لوی رئیس ښاغلي الحاج مولوي رحمت الله مکي په مشرۍ، د شرکت مرستیالانو، څانګو رئیسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه، ناسته د قرآن عظیم الشان د څو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۶:۲۲
Background image

۱۴۰۴ هــ ل کال، میــزان میـاشـتې ۲۱ مه نېټه کابل کې، د افغان پُست امارتي شرکت اداري ناسته ترسره شوه:

یاده ناسته، د افغان پُست امارتي شرکت د لوی ریـس ښاغلي الحاج مولوي رحمت الله مکي په مشرۍ، د شرکت مرستیالانو، څانګو رییسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه، ناسته د قرآن عظیم الشان د څو. . .

بیرته تګ