د افغان پُست دولتي شرکت اداري ناسته تر سره شوه!

haroon_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۴/۱۲ - ۱۵:۹
,

دغه ناسته نن د دوشنبه په ورځ د روان کال چنګاښ ( سرطان) میاشتې په 12 مه نېټه د افغان پُست دولتي شرکت د لوی رئیس ښاغلي الحاج مولوی رحمت الله مکی په مشرۍ او د شرکت د عملیاتي او تجارتي مرستیال او اړوندو څانګو رئیسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه.

په دغه ناسته کې د پُستي خدماتو ګړندې کولو او اسانه کولو په موخه د کابل د ولسوالیو او یا هم د ولایاتو د پُستی کوډونو په طرحی، د ولایاتو د منقولو اموالو قیمت ګذاری، د افغان پُست اړوند اساسنامی د پاتی چارو د بشپړیدو او د کارګو په عوایدو کې د لوړوالی راوستلو په موخه په قراردادی مسیر کې بدلون راوستلو په موضوعاتو هر اړخېز بحث تر سره شو او په اړه یې اړین تصامیم اتخاذ شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۷ - ۱۱:۴۰
Background image

د 1402 هـ ش کال، کب (حوت) میاشتي 5 مه نېټه، کابل:

د یوولس ولایتي پُست خونو آمرینو او عمومي مدیرانو د کارې ظرفیت لوړونې په موخه د افغان پُست په مرکزي دفتر کې د پنځه ورځني ورکشاپ دویم پړاو پیل شو!

د یاد ورکشاپ ګډون والو ته به په مختلفو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱ - ۱۶:۱۱
Background image

د 1402 هـ ش کال، سلواغي 28 مه نېټه، د افغان پُست په مرکزي دفتر کې پنځه ورځنۍ روزنیز ورکشاپ پیل شو!

یاد روزنیز ورکشاپ د افغان پُست د دولس ولایتي پُست خونو د عمومی مدیرانو د کارې ظرفیت لوړوني په موخه په لار اچول شوی دی.

د یاد ورکشاپ ګډون والو ته به په مختلفو عملیاتی، تجارتي، اداري،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۰ - ۹:۴۳
Background image

د سلواغې (دلو) میاشتي 8 مه نېټه، کابل کې د افغان پُست دولتي شرکت ادارې ناسته ترسره شوه:

یاده ناسته، د افغان پُست دولتي شرکت د لوی رئیس ښاغلي الحاج مولوی رحمت الله مکی په مشرۍ او د شرکت د مرستیالانو، څانګو رئیسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه.

په یاده ناسته کې د شرکت په یو. . .

بیرته تګ