د هېواد له جلالتمآب ولسمشر سره د ښاغلي احمد وحید ویس لیدنه!

haroon.abadi
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲ - ۱۲:۳۰
.

د افغان پُست شرکت لوی رئیس احمد وحید ویس، په ارګ کې د افغانستان اسلامي جمهوریت له ولسمشر، جلالتمآب محمد اشرف غني سره وکتل.

په دغه کتنه کې ښاغلي ویس، د افغان پُست شرکت د تېرو لاسته راوړنو او اوسني فعالیتونو په تړاو د راپور تر څنګ، د لا اغېزناکو پُستي خدمتونو وړاندې کولو په موخه، د دغه شرکت د راتلونکو پلانونو او برنامو په اړه معلومات وړانډې کړل.

په کتنه کې جلالتمآب محمد اشرف غني، د افغان پُست شرکت له اغېزناکو فعالیتونو او لاسته راوړنو څخه د خوښۍ تر څنګ، افغان پُست شرکت د هېواد په کچه د مخکښ او خورا مهم ملي شرکتونو له ډلې څخه یاد کړ.

د کتنې په پای کې جلالتمآب ولسمشر، په هر اړخیز ډول د افغان پُست شرکت څخه د کلک ملاتړ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۶:۲۲
Background image

۱۴۰۴ هــ ل کال، میــزان میـاشـتې ۲۱ مه نېټه کابل کې، د افغان پُست امارتي شرکت اداري ناسته ترسره شوه:

یاده ناسته، د افغان پُست امارتي شرکت د لوی ریـس ښاغلي الحاج مولوي رحمت الله مکي په مشرۍ، د شرکت مرستیالانو، څانګو رییسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه، ناسته د قرآن عظیم الشان د څو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۶:۲۹
Background image

له قزاقستاني پلاوي سره د ګډو پروژو او نوو همکاریو په اړه لیدنه ترسره شوه!

د قزاقستان هېواد پلاوي د افغان پُست امارتي شرکت د رهبرۍ له پلاوي سره وکتل.
په دغه لیدنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا په موخه د انتقالاتو او پُستي خدمتونو د ودې، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۲۱:۵۶
Background image

۱۴۰۴ هـ ل کال، سرطان میـاشـتې ۱۶ مه نېټه، کابل! د افغان پُست امارتي شرکت اداري ناسته ترسره شوه:

یاده ناسته، د افغان پُست امارتي شرکت د لوی ریـس ښاغلي الحاج مولوي رحمت الله مکي په مشرۍ، د شرکت مرستیالانو، څانګو رییسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه، ناسته د قرآن عظیم الشان د څو. . .

بیرته تګ