د پُست نړیوالې ورځې په لمانځغونډه کې د افغان پُست شرکت لوی رییس ګډون

haroon.abadi
شنبه ۱۳۹۹/۷/۲۶ - ۸:۵۸
post

نن پنجشنه د روان لمریز کال تلې میاشتې ۲۴ نېټه، په کابل پوهنتون کې د افغان پُست شرکت لوی رییس ښاغلي احمد وحید ویس او بېلابېلو ادارو د مشرانو په ګډون د پُست نړیواله ورځ ولمانځل شوه.

په غونډه کې د افغان پُست شرکت لوی رییس ښاغلي احمد وحید ویس، د پُست نړیواله ورځ د دغه ډګر اتلو او مېړنیو کارکونکو د ستاینې او قدردانۍ یو ښه فرصت وباله او زیاته یې کړه، دغه شرکت روان کال د خپل کاري ټیم نه ستړې کېدونکو هلو ځلو او افغان حکومت د مشرتابه په ملاتړ پام وړ لاسته راوړنې لري.

ښاغلي ویس، د ولسمشرۍ ماڼۍ د (۲۸۲۸) حکم پر اساس، شرکت ته د افغان پُست حقوقي حیثیت لوړېدل، د انلاین سوداګرۍ له پاره بزنس پلان جوړېدل، د تحصیلي اسنادو د تایید خدمتونه، افغان پُست له لارې د شاوخوا دوه لکه برېښنایي پېژندپاڼو وېش، د نړۍ په هره څنډه کې افغان مېشتو ته د پُست له لارې د پاسپورټونو رسول، د افغان پُست ځانګړو (کور په کور) خدمتونو برخې فعالول، په هېواد کې د بانکي خدمتونو پراختیا په موخه له افغانستان بانک او د افغانستان بانکونو له ټولنې سره درې اړخیزه هوکړه، د شاوخوا ۳۷ ولایتي او ښاري پُست خونو عصري کېدل او له مرکز سره د هغوئ نښلول، د پُست تعقیب او څارنې سیسټم فعالول او ځینې نور مسایل د افغان پُست شرکت کلنۍ لاسته راوړنې یادې کړې.

په غونډه کې د اترا ادارې لوی رییس ښاغلي عمر منصور انصاري هم د افغان پُست شرکت له پرمختګو او لاسته راوړنو د ستاینې تر څنګ زیاته کړه، د پُست نړیوالې ورځې لمانځل د خلکو پر ژوند د دې خدمتونو اغېز او ارزښت بیانوي.

د نوموړي په وینا، دا ورځ د پُستي خدمتونو ستاینې او خلکو ته د تازه خدمتونو ور پېژندلو یو ښه چانس دی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۲۹ - ۹:۱۴
Background image

د موبي ګروپ له بنسټګر او عمومي رئیس سره د ښاغلي احمد وحید ویس لیدنه.

د افغان پُست شرکت لوی رئیس ښاغلي احمد وحید ویس، نن په خپل کارځای کې د موبي ګروپ له بنسټګر او عمومي رئیس ښاغلي سعد محسني سره وکتل.

په دغه لیدنه کې ښاغلي ویس، د افغان پُست شرکت د. . .

شنبه ۱۳۹۹/۷/۲۶ - ۸:۵۸
Background image

د پُست نړیوالې ورځې په لمانځغونډه کې د افغان پُست شرکت لوی رییس ګډون

نن پنجشنه د روان لمریز کال تلې میاشتې ۲۴ نېټه، په کابل پوهنتون کې د افغان پُست شرکت لوی رییس ښاغلي احمد وحید ویس او بېلابېلو ادارو د مشرانو په ګډون د پُست نړیواله ورځ ولمانځل شوه.

په. . .

یکشنبه ۱۳۹۹/۷/۱۳ - ۹:۷
Background image

د (AIB) یا افغانستان نړیوال بانک له اجرایوي مرستیال سره د ښاغلي احمد وحید ویس لیدنه

د افغان پُست شرکت لوی رئیس ښاغلي احمد وحید ویس، نن د دوه اړخیزو همکاریو پراختیا په موخه، د (AIB) یا افغانستان نړیوال بانک له اجرائیوي مرستیال ښاغلي اسدالله فیضي سره وکتل.

په دغه کتنه. . .

بیرته تګ