د پُست نړیوالې ورځې په لمانځغونډه کې د افغان پُست شرکت لوی رییس ګډون

haroon.abadi
Sat, Oct 17 2020 8:58 AM
post

نن پنجشنه د روان لمریز کال تلې میاشتې ۲۴ نېټه، په کابل پوهنتون کې د افغان پُست شرکت لوی رییس ښاغلي احمد وحید ویس او بېلابېلو ادارو د مشرانو په ګډون د پُست نړیواله ورځ ولمانځل شوه.

په غونډه کې د افغان پُست شرکت لوی رییس ښاغلي احمد وحید ویس، د پُست نړیواله ورځ د دغه ډګر اتلو او مېړنیو کارکونکو د ستاینې او قدردانۍ یو ښه فرصت وباله او زیاته یې کړه، دغه شرکت روان کال د خپل کاري ټیم نه ستړې کېدونکو هلو ځلو او افغان حکومت د مشرتابه په ملاتړ پام وړ لاسته راوړنې لري.

ښاغلي ویس، د ولسمشرۍ ماڼۍ د (۲۸۲۸) حکم پر اساس، شرکت ته د افغان پُست حقوقي حیثیت لوړېدل، د انلاین سوداګرۍ له پاره بزنس پلان جوړېدل، د تحصیلي اسنادو د تایید خدمتونه، افغان پُست له لارې د شاوخوا دوه لکه برېښنایي پېژندپاڼو وېش، د نړۍ په هره څنډه کې افغان مېشتو ته د پُست له لارې د پاسپورټونو رسول، د افغان پُست ځانګړو (کور په کور) خدمتونو برخې فعالول، په هېواد کې د بانکي خدمتونو پراختیا په موخه له افغانستان بانک او د افغانستان بانکونو له ټولنې سره درې اړخیزه هوکړه، د شاوخوا ۳۷ ولایتي او ښاري پُست خونو عصري کېدل او له مرکز سره د هغوئ نښلول، د پُست تعقیب او څارنې سیسټم فعالول او ځینې نور مسایل د افغان پُست شرکت کلنۍ لاسته راوړنې یادې کړې.

په غونډه کې د اترا ادارې لوی رییس ښاغلي عمر منصور انصاري هم د افغان پُست شرکت له پرمختګو او لاسته راوړنو د ستاینې تر څنګ زیاته کړه، د پُست نړیوالې ورځې لمانځل د خلکو پر ژوند د دې خدمتونو اغېز او ارزښت بیانوي.

د نوموړي په وینا، دا ورځ د پُستي خدمتونو ستاینې او خلکو ته د تازه خدمتونو ور پېژندلو یو ښه چانس دی.

Latest news

Mon, Oct 09 2023 4:40 PM
Background image

World Post Day

9 October Happy World Post Day

Thu, Sep 03 2020 12:16 PM
Background image

The meeting of Ahmad Vahid Vais, the Afghan general head of the post with the boss. General of the National Office of Statistics and Information

Mr. Ahmad Vahid Vais, the general head of Afghan Post company met with Mr. Javid Rasooli, the general head of the National Statistics and Information Department, and Bahadur Hilali. . .

Thu, Sep 03 2020 8:53 AM
Background image

Ahmad Vahid Weiss, the general head of Afghan Post company, met with Pamir Patang, the head of the Afghan National Fund.

In this meeting, Mr. Patang also visited and appreciated the recent progress in Afghan Post services, explained about the relief for the flooding of the country by the National Fund.

I. . .

BACK TO NEWS