د چارو ادارې له لوی رییس سره د ښاغلي احمد وحید ویس لیدنه

haroon.abadi
شنبه ۱۴۰۰/۱/۱۴ - ۱۰:۳۶
.

د افغان پُست شرکت لوی رییس ښاغلي احمد وحید ویس د یوې ناستې په ترڅ کې د چارو ادارې لوی رییس ښاغلي فضل محمود فضلي سره وکتل.

په دغه کتنه کې ښاغلي ویس، د افغان پُست شرکت له وروستیو لاسته راوړنو څخه د یادونې تر څنګ، د ولسمشرۍ ماڼۍ د (سلو ملي پروګرامونو) په لیست کې، چې تر راتلونکو شپږو میاشتو پوري پرانیستل کیږي، د عامه خدمتونو په برخه کې د افغان پُست شرکت، د دوو یا دریو پروګرامونو د ګډون وړاندیز وکړ.

په ناسته کې ښاغلي فضلي، د افغان پُست شرکت وروستي پرمختګونه بې مخېینې وبلل او د ولسمشرۍ ماڼۍ د (سلو ملي پروګرامونو) په لیست کې یې، د دغه شرکت د اغېزناکو پروګرامونو د ځایولو په تړاو ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۳:۳۶
Background image

د افغان پُست امارتي شرکت او د موام (MOAM) پُستي خدمتونو شرکت ترمنځ د نړیوالو پُستي او کارګو خدمتونو په برخه کې د دوه‌ اړخیزې همکارۍ هـوکړه ‌لیک لاسلیک شو!

د یادې هوکړې له مخې به هېوادوالو ته د داخلي او بهرنیو پُستي او کارګو انتقالاتو په برخه کې ګڼې آسانتیاوې، چټک خدمات او خوندي انتقالات برابر شي. یاده همکاري به د پُستي انتقالاتو د چټکتیا،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۹:۳۴
Background image

۱۴۰۴ هــ ل کال، دوشنبه، جدي میـاشـتې۲۲مه نېټه، د افغان پُست امارتي شرکت اداري ناسته ترسره شوه:

یاده ناسته، د افغان پُست امارتي شرکت د لوی رئیس ښاغلي الحاج مولوي رحمت الله مکي په مشرۍ، د شرکت مرستیالانو، څانګو رئیسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه، ناسته د قرآن عظیم الشان د څو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۶:۲۲
Background image

۱۴۰۴ هــ ل کال، میــزان میـاشـتې ۲۱ مه نېټه کابل کې، د افغان پُست امارتي شرکت اداري ناسته ترسره شوه:

یاده ناسته، د افغان پُست امارتي شرکت د لوی ریـس ښاغلي الحاج مولوي رحمت الله مکي په مشرۍ، د شرکت مرستیالانو، څانګو رییسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه، ناسته د قرآن عظیم الشان د څو. . .

بیرته تګ