د افغان پُست دولتي شرکت اداري ناسته تر سره شوه!

haroon_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۴/۱۲ - ۱۵:۹
,

دغه ناسته نن د دوشنبه په ورځ د روان کال چنګاښ ( سرطان) میاشتې په 12 مه نېټه د افغان پُست دولتي شرکت د لوی رئیس ښاغلي الحاج مولوی رحمت الله مکی په مشرۍ او د شرکت د عملیاتي او تجارتي مرستیال او اړوندو څانګو رئیسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه.

په دغه ناسته کې د پُستي خدماتو ګړندې کولو او اسانه کولو په موخه د کابل د ولسوالیو او یا هم د ولایاتو د پُستی کوډونو په طرحی، د ولایاتو د منقولو اموالو قیمت ګذاری، د افغان پُست اړوند اساسنامی د پاتی چارو د بشپړیدو او د کارګو په عوایدو کې د لوړوالی راوستلو په موخه په قراردادی مسیر کې بدلون راوستلو په موضوعاتو هر اړخېز بحث تر سره شو او په اړه یې اړین تصامیم اتخاذ شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۳:۳۶
Background image

د افغان پُست امارتي شرکت او د موام (MOAM) پُستي خدمتونو شرکت ترمنځ د نړیوالو پُستي او کارګو خدمتونو په برخه کې د دوه‌ اړخیزې همکارۍ هـوکړه ‌لیک لاسلیک شو!

د یادې هوکړې له مخې به هېوادوالو ته د داخلي او بهرنیو پُستي او کارګو انتقالاتو په برخه کې ګڼې آسانتیاوې، چټک خدمات او خوندي انتقالات برابر شي. یاده همکاري به د پُستي انتقالاتو د چټکتیا،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۹:۳۴
Background image

۱۴۰۴ هــ ل کال، دوشنبه، جدي میـاشـتې۲۲مه نېټه، د افغان پُست امارتي شرکت اداري ناسته ترسره شوه:

یاده ناسته، د افغان پُست امارتي شرکت د لوی رئیس ښاغلي الحاج مولوي رحمت الله مکي په مشرۍ، د شرکت مرستیالانو، څانګو رئیسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه، ناسته د قرآن عظیم الشان د څو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۶:۲۲
Background image

۱۴۰۴ هــ ل کال، میــزان میـاشـتې ۲۱ مه نېټه کابل کې، د افغان پُست امارتي شرکت اداري ناسته ترسره شوه:

یاده ناسته، د افغان پُست امارتي شرکت د لوی ریـس ښاغلي الحاج مولوي رحمت الله مکي په مشرۍ، د شرکت مرستیالانو، څانګو رییسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه، ناسته د قرآن عظیم الشان د څو. . .

بیرته تګ