د اریانا افغان هوایي شرکت له سرپرست رییس سره د ښاغلي احمد وحید ویس لیدنه

haroon.abadi
Mon, May 24 2021 9:00 AM
.

د افغان پُست شرکت لوی رییس ښاغلي احمد وحید ویس، د کارګو لېږد په برخه کې دوه اړخیزو همکاریو پراختیا په موخه، د آریانا افغان هوايي شرکت له سرپرست رییس ښاغلي سلیم رحیمي سره وکتل.

په دغه کتنه کې ښاغلي ویس وویل، افغان پُست شرکت د هېواد اقتصادي شورا د پرېکړې پر اساس د هېواد د ننه دولتي اموالو او نړیوالو هېوادونو ته د سوداګریزو توکو د لېږد په برخه کې د ورسپارل شوي مسوولیت پر اساس لېوالتیا لري، چې د اریانا افغان هوايي شرکت په مرسته د کارګو لېږد په برخه کې شته ستونزو ته د پای ټکی کیږدي.

په ناسته کې، ښاغلي رحیمي اسیايي هېوادونو ته د کارګو لېږد په برخه کې، د آریانا شرکت پرکاري مخېینه او لاسته راوړنو د بحث تر څنګ، له هېواد څخه بهر د کارګو لېږد په برخه کې له افغان پُست شرکت سره د یوه مشترک بزنس پلان او دوه اړخیزې هوکړې پر لرلو ټینګار وکړ.

Latest news

Mon, Oct 09 2023 4:40 PM
Background image

World Post Day

9 October Happy World Post Day

Thu, Sep 03 2020 12:16 PM
Background image

The meeting of Ahmad Vahid Vais, the Afghan general head of the post with the boss. General of the National Office of Statistics and Information

Mr. Ahmad Vahid Vais, the general head of Afghan Post company met with Mr. Javid Rasooli, the general head of the National Statistics and Information Department, and Bahadur Hilali. . .

Thu, Sep 03 2020 8:53 AM
Background image

Ahmad Vahid Weiss, the general head of Afghan Post company, met with Pamir Patang, the head of the Afghan National Fund.

In this meeting, Mr. Patang also visited and appreciated the recent progress in Afghan Post services, explained about the relief for the flooding of the country by the National Fund.

I. . .

BACK TO NEWS