د افغان پُست دولتي شرکت اداري ناسته تر سره شوه!
یاده ناسته د افغان پُست دولتي شرکت د عمومي رئیس ښاغلي الحاج رحمت الله مکی په مشرۍ او د شرکت د مرستیالانو، اړوندو څانګو رئیسانو او آمرینو په ګډون سره تر سره شوه.
په یاده ناسته کې د شرکت په یو شمېر مهمو اداري، عملیاتي، تجارتي او تخنېکي مسائلو هر اړخېز بحث تر سره شو او په اړه یې اړېن تصامیم و نېول شول.
د ناستې په پای کې ښاغلي مولوی رحمت الله مکي مسئولینو ته په چارو کې د بریالېتوبونو هېله څرګنده کړه او د چارو د ښه تنظیم په موخه يې اړېنې سپارښتنې او لارښوونې وړاندې کړي.