له افغان بیسیم شرکت سره د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لاسلیک شوه

haroon.abadi
پنجشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۳ - ۹:۱۰
.

د افغان پُست شرکت لوی رییس ښاغلي احمد وحید ویس، له افغان بیسیم شرکت سره د دوه اړخیزو همکاریو پراختیا په موخه د دغه شرکت له رییس ښاغلي علی الله سروری او ورسره اداري پلاوي سره وکتل.

په دغه کتنه کې، دواړو لوریو د ازاد بازار او پېرودونکو د غوښتنو پر اساس، د متقابلو همکاریو پر وده او پراختیا ټینګار وکړ.

د ناستې په ترڅ کې، افغان پست شرکت ته د بازار موندنې، مخابراتي او انټرنیټي اسانتیاوو او برعکس افغان بیسیم شرکت ته په ملي او نړیواله کچه د پستي اسانتیاوو برابرولو په موخه د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لاسلیک شوه.

په دغه کتنه کې ښاغلي سروري وویل، د ویاړ ځای دی، چې د ملي ارزښتونو په پام کې نیولو سره له یوه ملي شرکت سره یو ځای کار کوو او د دغې هوکړې پر اساس چمتو یو څو افغان پُست شرکت د خپلو چارو د چټکتیا په موخه، د افغان بیسیم له پرمختللې ټکنالوژۍ څخه ګټه پورته کړي.

د کتنې په پای کې، د افغان بیسیم شرکت رییس د ښاغلي ویس په ملتیا، د دغه شرکت له مرکزي پُست خونې او تازه جوړو شویو اداري څانګو څخه هم کتنه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۸ - ۱۴:۴۵
Background image

۱۴۰۴ هـ ل کال، ثـور میـاشـتې ۸ مه نېټه، کابل! د افغان پُست امارتي شرکت اداري ناسته ترسره شوه:

یاده ناسته، د افغان پُست امارتي شرکت د لوی ریـس ښاغلي الحاج مولوي رحمت الله مکي په مشرۍ، د شرکت مرستیالانو، څانګو رییسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه، ناسته د قرآن عظیم الشان د څو. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۰ - ۱۵:۹
Background image

۱۴۰۳ هـ ل کال، حوت میاشتې ۲۰ مه نېټه، کابل! د افغان پُست امارتي شرکت اداري ناسته ترسره شوه:

یاده ناسته، د افغان پُست امارتي شرکت د لوی ریس ښاغلي الحاج مولوي رحمت الله مکي په مشرۍ، د شرکت مرستیالانو، څانګو رییسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه، ناسته د قرآن عظیم الشان د څو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۷ - ۱۳:۱۷
Background image

د کاري ظرفیت لوړونې په موخه، د ۱۵ ولایتونو کارکوونکو ته دوه ورځنی سیمینار پیل شو!

افغان پُست امارتي شرکت د سیمینارونو په لړ کې دا ځل د ۱۵ ولایتونو کارکوونکو ته د بازار موندنې، پېریدونکو خدماتو او د نړیوالو کارګو خدمتونو په برخه کې دوه ورځنی سیمینار پیل کړ.

بیرته تګ